Search

قزاقستان او طالبانو په کابل کې د اوبو د څېړنیز مرکز پر جوړولو هوکړه کړې

News image
3 چنګاښ 1405 - 07:21

قزاقستان او طالبانو هوکړه کړې چې په کابل کې د اوبو د سرچینو د مدیریت، اوبولګولو او دوامدارې کرنې په برخه کې یو ګډ ښوونیز او څېړنیز مرکز جوړ کړي.

د اسټانا ټایمز د راپور له مخې، د دې هوکړې یادداشت د ۱۴۰۵ کال د سرطان په لومړۍ نېټه د قزاقستان د اوبو مدیریت او اوبولګولو ملي پوهنتون، د قزاقستان د کرنې د څېړنې ملي پوهنتون او کابل پوهنتون ترمنځ د قزاقي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی. دغه پلاوی د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته راغلی و.

ټاکل شوې چې دا مرکز په کابل پوهنتون کې جوړ شي او تمرکز به یې د متخصصینو روزنه، د پوهې تبادله، ګډې څېړنې او د اوبو او کرنې په برخه کې د نويو حل‌لارو معرفي کول وي. همداراز، قزاقي کارپوهان به تعلیمي پروګرامونه او علمي ملاتړ وړاندې کړي.

ژومانګارین په کابل کې د قزاقستان–طالبانو د سوداګریز فورم پر مهال د اوبو ډیپلوماسۍ، د سرچینو اغېزمن کارونې او سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، قزاقستان په کابل کې د خپل سوداګریز حضور د پراخولو لپاره یو سوداګریز مرکز هم پرانیستی، چې تر دې مخکې یې په ۲۰۲۴ کال کې ورته مرکز په هرات کې هم پرانیستی و.

د سفر پر مهال، د شلکیا زینک لمېټېډ او افغان جرمن باختر شرکت ترمنځ د ۱۸.۸۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د جست ډبرې د کلني اکمال تړون هم لاسلیک شوی دی.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې قزاقستان او طالبان هڅه کوي اقتصادي همکاري پیاوړې کړي، سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د اوبو مدیریت، خوړو خوندیتوب او د اقلیم بدلون په څېر ګډو ننګونو ته حل لارې ومومي.