د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنعت خونو ټولنې ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوه تفاهمنامه لاسلیک شوې ده.
اشین نیوز انټرنیشنل راپور ورکړی چې د هند د سوداګرۍ او صنعت خونو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه تفاهمنامه په نوي ډهلي کې د دې ټولنې د سرمنشي ساراب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رئیس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي د هاشمي په مشرۍ د دې ټولنې له رئیس نیرمال کومار مېندا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکتور د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
یادې ټولنې ویلي، دا تفاهمنامه د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو په موخه لاسلیک شوې ده.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د نوو همکاریو د فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او هند په وروستیو کلونو کې هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د خصوصي سکتور له لارې اقتصادي همکاري نوره هم پیاوړې کړي.