د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې خبر ورکړی چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۴۵ زره او ۱۸۹ کسانو ته د کاغذي تذکرو حضوري او غیرحضوري خدمات وړاندې شوي دي.
یادې ادارې په اېکس کې لیکلي چې له دې شمېر څخه ۲۹ زره او ۳۸۵ کسانو ته حضوري
او ۱۵
زره او ۸۰۴ نورو، چې بهر مېشت افغانان دي، ته غیرحضوري خدمات وړاندې شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د نفوسو د احوالو د ثبت ریاست په چوکاټ کې یوازې په
کابل ښار کې ۲ زره او ۵۲۸ کسانو ته نوې کاغذي تذکرې وېشل شوې، ۲ زره او ۱۶۶ کسانو ته مثنی
تذکرې ورکړل شوې او ۲۴ زره او ۶۹۱ کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمات وړاندې شوي دي.
همداراز، په غیرحضوري ډول ۴ زره او ۴۰۴ بهر مېشتو افغانانو ته نوې تذکرې، ۱۵۵۷ کسانو ته مثنی
تذکرې او ۵ زره او ۴۳۹ کسانو ته اصلاحي خدمات وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش هم
روان دی، خو یو شمېر هېوادوال د دغو خدماتو د چټکتیا غوښتنه کوي.