په کندهار کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د ۱۴۰۴ لېږدیز لمریز کال پر مهال له دغه ولایت څخه د ۴۲۸ میلیونه، ۸۶۳ زره او ۵۹۲ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه مېوه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.
د یادې خونې مرستیال، انجنیر عبدالباقي بینا ویلي، په صادره شوې مېوه
کې ۱۰۱ زره او ۳۸۵ مټریک ټنه وچه او ۸۰ زره او ۹۹۶ مټریک ټنه تازه مېوه شامله ده.
د هغه په وینا، دغه مېوه د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ هند، قطر،
روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.
په همدې حال کې، که څه هم سوداګر وايي چې سږ کال د مېوو حاصلات ښه دي،
خو له طالبانو څخه غواړي چې د صادراتو لپاره بدیلې او اسانه سوداګریزې لارې برابرې
کړي، څو د دوی محصولات په چټکۍ او کم لګښت نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.