Search

په ونزوېلا کې د زورورو زلزلو له امله پراخ مالي زیانونه او بېړنی حالت رامنځته شوی

News image
4 چنګاښ 1405 - 11:14

بي بي سي راپور ورکړی چې د ۷.۱ او ۷.۵ درجې په کچه دوو زورورو زلزلو د يوې دقیقې څخه په کم واټن کې د ونزوېلا ځینې سیمې ولړزولې دي.

د راپور له مخې، دغه زلزلې نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۴مه د ونزوېلا د کارابوبو ایالت په مورون ښار ته نږدې رامنځته شوې دي. د زلزلو د څار ادارو ویلي چې د دغو زلزلو ژوروالی له ۱۰ څخه تر ۱۳ کیلومترو پورې و، چې له امله یې د ځمکې پر سطحه د زلزلو اغېزې زیاتې شوې دي.

راپور زیاتوي چې د زلزلو ټکانونه نه یوازې په زلزله ځپلې سیمه، بلکې د هېواد په پلازمېنه کاراکاس او یو شمېر نورو ایالتونو کې هم په شدت احساس شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په کاراکاس او شاوخوا سیمو کې یو شمېر ودانۍ نړېدلې یا زیانمنې شوې دي. همدارنګه د برېښنا شبکې، مخابراتي اړیکو او ځینو بنسټیزو تاسیساتو په فعالیتونو کې د ګډوډۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، د مایکتیا نړیوال هوايي ډګر یوه برخه هم زیانمنه شوې او ځینې الوتنې لغوه شوې دي.

د ونزوېلا د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له زیان منونکو سیمو او ودانیو ووځي او له ژغورونکو ځواکونو سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې په زیانمنو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې خبرداری ورکړی چې د زلزلو د شدت او په اغېزمنو سیمو کې د نفوس د ګڼوالي له امله د مرګ ژوبلې او پراخو زیانونو احتمال شته. خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمېر نه دی خپور شوی.

له زلزلو وروسته د کارابین سمندر د ځینو برخو لپاره د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی و، خو مسؤلو چارواکو وروسته ویلي چې د سونامي لوی ګواښ له منځه تللی دی.

دا پېښه په وروستیو لسیزو کې په ونزوېلا کې د ثبت شویو تر ټولو زورورو زلزلو له ډلې بلل کېږي. دغه هېواد د کارابین د فعالې ټکتونیکي سیمې په حوزه کې موقعیت لري او پخوا هم د سختو زلزلو شاهد پاتې شوی دی.