د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د غوره توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. همدارنګه عظمتالله عمرزی د ۳۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره د یو ورځنیو سیالیو د غوره ټولچاري لوبغاړي په توګه لومړی مقام ساتلی دی.
د تازه درجه بندۍ له مخې، راشد خان د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په نوملړ
کې په لومړي ځای کې دی، په داسې حال کې چې د پاکستان ابرار احمد دویم او د انګلستان
جوفرا ارچر درېیم مقام لري.
عظمتالله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو د غوره ټولچاري لوبغاړو په کتار
کې لومړی ځای خپل کړی او د زمبابوې له سکندر رضا څخه مخکې دی.
بلخوا، د افغانستان بل مخکښ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو سیالیو
د غوره توپوهونکو په درجه بندۍ کې دوه مقامه شاته تللی او اوس په پنځم ځای کې قرار
لري.
راشد خان د افغانستان د کرکټ له مخکښو او پېژندل شویو لوبغاړو څخه ګڼل
کېږي او د خپلو اغېزناکو توپ اچونو له امله یې په نړیواله کچه ځانګړی شهرت ترلاسه
کړی دی. د هغه وروستۍ لاسته راوړنه یو ځل بیا د افغان کرکټ لپاره مهم ویاړ بلل
کېږي.