Search

ایلم نیوز خپل رسمي فعالیتونه پیل کړل

News image
5 چنګاښ 1405 - 07:53

ایلم نیوز د یوه خپلواک، بې پرې او مسلکي رسنیز بنسټ په توګه خپل رسمي فعالیتونه پیل کړل.

د ایلم نیوز د اعلامیې له مخې، دغه رسنۍ ژمنه ده چې کره، باوري او متوازن معلومات به خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړي او د بیان ازادۍ، د رسنیو د مسلکي ارزښتونو، د بشري حقونو د درناوي او د عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره به کار وکړي.

اعلامیه زیاتوي، ایلم نیوز به خبرونه، راپورونه او شننې د حقیقت، انصاف او ژورنالیستیکو اصولو پر بنسټ چمتو او خپروي او د هر ډول تعصب او جانبدارۍ پرته به د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمې پېښې او موضوعات تر پوښښ لاندې راولي.

د ایلم نیوز په وینا، معلومات د ټولنې د پرمختګ، روڼتیا او حساب ورکونې مهم بنسټ جوړوي، له همدې امله به د خلکو د غږ انعکاس او د عامه ګټو ساتنه د خپل رسنیز مسؤلیت اساسي برخه وګرځوي.

ایلم نیوز ویلي، د مسلکي، باوري او مسؤل ژورنالېزم د ودې لپاره به خپلو فعالیتونو ته د خپلواکۍ، بې پرېتوب او ژورنالیستیکو اصولو په چوکاټ کې دوام ورکړي.

ایلم نیوز خپل فعالیتونه په داسې مهال پیلوي چې په افغانستان کې د رسنیو سکټور په وروستیو کلونو کې له ګڼو اقتصادي او کاري ننګونو سره مخ شوی، یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي او ګڼ خبریالان هم له ستونزو سره مخ شوي دي. د رسنیو د څار بنسټونه تل ټینګار کوي چې خپلواکې او مسلکي رسنۍ د معلوماتو د لاسرسي، عامه پوهاوي او ټولنیزې روڼتیا په پیاوړتیا کې مهم رول لري.