د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او هندي چارواکو په نوي ډیلي کې د یوې لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي، هند ته
د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي،
آنند پرکاش، سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو، شته
فرصتونو او موجودو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې هاشمي د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د
صادرېدو د بهیر د بیا پیل هرکلی کړی او د سوداګرۍ د اسانتیاوو پر زیاتولو یې
ټینګار کړی دی.
نوموړي د لېږد لوړ لګښتونه، د سوداګریزو محمولو ځنډ، د چابهار بندر
ستونزې، د پیسو د لېږد محدودیتونه او د صادراتي کانټینرونو درول د افغانستان او
هند ترمنځ د سوداګرۍ مهم خنډونه بللي دي.
په مقابل کې، هندي لوري ډاډ ورکړی چې نوی ډیلی به د سوداګریزو ویزو د
صادرولو بهیر لا اسانه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي او سوداګریزو
همکاریو د پراختیا لپاره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې هند د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه
شمېرل کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې د سیاسي
بدلونونو، ترانزیټي محدودیتونو او بانکي ستونزو له امله اغېزمنې شوې، خو په دې
وروستیو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د
اسانتیاوو په برخه کې د پرمختګونو راپورونه ورکړل شوي دي.