Search

حزب‌الله: د لبنان او اسرائیل امنیتي هوکړه د اسرائیل پر وړاندې تسلیمېدل دي

News image
7 چنګاښ 1405 - 07:47

د لبنان د حزب‌الله مشر د لبنان او اسرائیل ترمنځ هغه امنیتي هوکړه رد کړې چې د امریکا په منځګړیتوب لاسلیک شوې او هغه یې د «اسرائیل پر وړاندې تسلیمېدل» بللي دي.

د حزب‌الله مشر نعیم قاسم د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۶مه، د هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته ویلي، چې دا هوکړه د حزب‌الله له نظره «باطله او بې اعتباره» ده.

هغه د لبنان حکومت تورن کړی چې په یو اړخیزو امتیازونو ورکولو سره یې د هېواد ملي حاکمیت کمزوری کړی دی.

د هوکړې له مخې، اسرائیلي ځواکونه به په تدریجي ډول د لبنان د جنوب له ځینو سیمو ووځي او پر ځای به یې د لبنان پوځ ځای پر ځای شي. خو اسرائیل ته به اجازه وي چې د نامعلومې مودې لپاره په پراخې شوې امنیتي سیمې کې خپل پوځي حضور وساتي.

نعیم قاسم د هغې مادې په اړه هم نیوکه کړې چې له مخې یې د اسرائیلي ځواکونو وتل د حزب‌الله له بې وسلې کېدو سره تړل شوي دي. د هغه په وینا، دا شرط د اسرائیلو پوځي حضور ته مشروعیت ورکوي او له ټولو سره کرښو اوښتی دی.

هغه ټینګار کړی چې حزب‌الله به خپلې وسله‌والې مبارزې ته دوام ورکړي او زیاته کړې یې ده: «موږ د جګړې په سختو شرایطو کې هم میدان نه دی پرېیښی او اوس به یې هم پرې نه ږدو.»

بلخوا، د دې هوکړې پر وړاندې غبرګون یوازې په حزب‌الله پورې محدود نه دی. راپورونه ښيي چې د لبنان د شیعه ټولنې یو شمېر نورې ډلې هم پرې نیوکې لري.

امل غورځنګ، چې مشري یې د لبنان د پارلمان رییس نبیه بري کوي، دغه هوکړه «نامتوازنه» بللې او ویلي یې دي چې مادې یې د اسرائیلو په ګټه تنظیم شوې دي.

په مقابل کې، د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز له دې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا چوکاټ اسرائیلو ته اجازه ورکوي د لبنان په سوېل کې په امنیتي سیمه کې خپل پوځي حضور وساتي او د بې ځایه شویو اوسېدونکو د بېرته ستنېدو مخه ونیسي.

همدارنګه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم د هغو دوو ازمایښتي سیمو د نقشې په ښودلو سره، چې ټاکل شوې په راتلونکې کې د لبنان پوځ ته وسپارل شي، له دې هوکړې دفاع کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د پولې امنیت او د حزب‌الله د وسلو موضوع له کلونو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د شخړو اساسي لامل بلل کېږي. که څه هم دا نوې هوکړه د کړکېچ د کمولو په موخه شوې، خو د دواړو خواوو د متضادو دریځونو له امله لا هم په سیمه کې ترینګلتیا دوام لري.