د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د یوناما د ځانګړي استازي نوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي، برونو لامارک، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي، سره د پېژندګلوۍ لیدنه کړې ده.
دغه وزارت نن، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د پراختیایي او زېربنايي پروژو پر دوام خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي ویلي چې طالبان د پراختیایي او زېربنايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې له ملګرو ملتونو سره لازمو همکاریو ته چمتو دي.
سرچینه زیاتوي، برونو لامارک په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د خپلې دندې پر مهال به د ورسپارل شویو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
نوموړی په داسې وخت کې خپله دنده پیلوي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو، پراختیایي پروګرامونو او له طالبانو سره د تعامل په برخو کې خپل فعالیتونه دوام ورکوي.