پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار کې د پاکستان د رینجرز ځواکونو پر مرکز د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه برید د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه سهار هغه مهال ترسره شو، کله چې بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رینجرز د مرکز له دروازې سره وجنګاوه او وروسته یې د مرکز ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه.
د راپور له مخې، پاکستاني امنیتي ځواکونو برید شنډ کړی او د نښتې پر مهال یې درې بریدګر وژلي او یو بل یې ټپي نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، نیول شوی کس د افغانستان تبعه دی، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د هغه د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د پاکستان پوځ د دې برید مسؤلیت د «جماعت الاحرار» ډلې ته منسوب کړی او ادعا یې کړې چې دغه ډله د هند ملاتړ لري، خو دا ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترڅنګ د کراچۍ په ځینو سیمو کې هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.