Search

پاکستان: د افغانستان پولې ته نږدې مو د وسله‌ والو پټنځایونه په نښه کړي؛ طالبان د ملکي مرګ‌ژوبلې ادعا کوي

News image
8 چنګاښ 1405 - 07:52

پاکستان وايي، امنیتي ځواکونو یې د افغانستان پولې ته نږدې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه کړي، خو طالبان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ملکي سیمې په نښه شوې او لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۹مه (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني ځواکونو د چنګاښ په ۷مه د باجوړ په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د خان فروش په نوم، د جماعت الاحرار مشهور قوماندان په ګډون څلور وسله‌وال وژلي دي.

د هغه په وینا، له دغو عملیاتو وروسته پاکستاني ځواکونو د چنګاښ د ۷مې او ۸مې ترمنځ شپه د افغانستان د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په هغو ځایونو بریدونه وکړل چې د پاکستان په ادعا د وسله‌والو پټنځایونه وو. نوموړي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۲۵ نور وسله‌وال وژل شوي او وسلې او مهمات یې هم له منځه وړل شوي دي.

عطاالله ترار ویلي، په نښه شوي ځایونه د جماعت الاحرار او هغې ډلې پورې تړاو درلود چې پاکستان یې «فتنه الخوارج» بولي. هغه زیاته کړې چې دا عملیات په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د وروستیو بریدونو له امله ترسره شوي، چې د ده په وینا، پاکستاني ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه یې وژلي وو.

بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان ادعاوې رد کړې دي.

مجاهد په جلا اعلامیه کې ویلي، پاکستاني پوځ د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د ماڼوګي ولسوالیو ملکي سیمې بمبار کړې دي.

د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت پر وړاندې تېری بللی او غندلي یې دي.

تر اوسه د پاکستان له خوا د وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې او د طالبانو له خوا د ملکي تلفاتو ادعاوې د خپلواکو سرچینو له لوري نه دي تأیید شوې.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي امنیت پر سر کړکېچ زیات شوی او دواړو لوریو څو ځله یو بل د ناامنۍ او سرحدي سرغړونو پر ترسره کولو تورن کړی دی.