د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ادعا کړې چې د پاکستان د تېرې شپې په بمباریو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې تر اوسه ۱۹۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
فطرت نن پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د
«مندوخیلو» کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو په بمبارۍ کې یو سپینږیری
او یو ماشوم وژل شوي او د کورنۍ نور غړي ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، کله چې د کلي اوسېدونکي د ژغورنې لپاره راټول شول،
دویم ځل هم بمباري پرې وشوه، چې په ترڅ کې یې ۲۸ کلیوال وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان
شوي دي.
فطرت همدارنګه ادعا کړې چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د «ولوست» کلي پر
یوه کور بمبار شوی، چې له امله یې شپږ کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل
شوي دي.
هغه زیاته کړې، د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د «برولو» کلي د یوه ملکي کور
په بمبارۍ کې که څه هم ځاني تلفات نه دي اوښتي، خو کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او
مالي زیان ورته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، د دغو بریدونو له امله تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي، چې
ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار تر دې وړاندې ویلي وو
چې پاکستاني ځواکونو د چنګاښ د ۷مې او ۸مې ترمنځ شپه د افغانستان د پکتیا، پکتیکا
او کونړ ولایتونو په هغو ځایونو بریدونه کړي چې د پاکستان په ادعا د وسلهوالو
پټنځایونه وو.
ترار ادعا کړې وه چې په دغو بریدونو کې ۲۵ وسلهوال وژل شوي او د هغوی
وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.