د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د جولای لسمې (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۱۹مې) نېټې څخه به هغه افغان وګړي سمدستي ونیول شي چې په دغه هېواد کې له قانوني ویزې پرته اوسېږي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت دغه لارښوونه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۷مه د هېواد ټولو ایالتونو، ګلګت–بلتستان، ازاد کشمیر او اسلاماباد ادارو ته په رسمي مکتوب کې لېږلې ده.
د راپور له مخې، دغه پرېکړه د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان (IFRP) د ارزونې غونډې پر بنسټ شوې، چې د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۱۱مه ترسره شوې وه.
د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې له مخې، ایالتي حکومتونو، ولسوالیو، پولیسو او نورو امنیتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د افغان وګړو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړي او د هغو کسانو پر وړاندې هم اقدام وکړي چې د ویزو موده یې پای ته رسېدلې ده.
د خبرتیا له مخې، د چنګاښ له ۱۹مې وروسته به هر هغه افغان وګړی چې په پاکستان کې له قانوني ویزې پرته وموندل شي، سمدستي ونیول شي.
ډان لیکلي، د پاکستان کورنیو چارو وزارت ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی چې دغه پرېکړه په ټول هېواد کې په یو ډول عملي کړي.
همدارنګه، د ایالتونو ادارې مکلفې شوې چې د چنګاښ له ۲۰مې نېټې څخه هره ورځ د هغو افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او اوسنی وضعیت د راپور په بڼه مرکزي حکومت ته وسپاري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت دغه موضوع «لومړیتوب» بللی او له ټولو ادارو یې د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له څه مودې راهیسې د ناقانونه بهرنیانو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو، د بېرته ستنولو بهیر چټک کړی او زرګونه افغانان یې افغانستان ته ایستلي دي.