Search

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

News image
9 چنګاښ 1405 - 08:33

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د جګړو د سمدستي درېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجاریک یوې خبري غونډې ته ویلي، ګوټرېش له دواړو هېوادونو غوښتي چې خپل اختلافونه د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي.

دوجاریک ویلي: «موږ له ټولو ښکېلو لورو غواړو چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي او ټینګار کوو چې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.»

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د معلوماتو له مخې، د پاکستان هغو هوايي بریدونو چې د شپې له خوا د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي، ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، د دغو وروستیو بریدونو له امله یو شمېر اوسېدونکي هم بې‌ځایه شوي او د ملګرو ملتونو بشري مرستندویه ادارې او د هغوی همکاران په سیمه کې وضعیت ارزوي او اغېزمنو کسانو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره چمتووالی نیسي.

بل لور ته، پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د خپلو خاورو دننه د هغو بریدونو له ترسره کېدو وروسته، چې اسلام‌اباد یې ترهګریز بللي، په افغانستان کې یې د وسلوالو پټنځایونه په نښه کړي دي.

خو طالبانو ویلي، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.