په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) استازي سټیفن رودریګز د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره په کتنه کې د کرنې، اوبولګولو، د معیشت د پراختیا او بنسټیزو پروژو په برخو کې د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي،
چې په دې لیدنه کې د کرنیز سکټور د پیاوړتیا او د ګډو پرمختیايي پروګرامونو د
پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
سټیفن رودریګز ویلي، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په
افغانستان کې د بدیل معیشت او کلیوالي بیارغونې په برخو کې دوه سترې پروژې پلې کړې
دي.
د هغه په وینا، د بدیل معیشت پروژې په چوکاټ کې دوه زره بزګرانو ته
کیمیاوي سرې وېشل شوې، شنې خونې جوړې شوې، د کرنیزو محصولاتو لپاره سوداګریز
بازارونه رامنځته شوي او د کرنې د ملاتړ بېلابېل پروګرامونه عملي شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د کلیوالي بیارغونې د پروګرام له لارې د هېواد په
بېلابېلو سیمو کې ۲۷۰ بنسټیزې پروژې پلې شوې دي، چې د اوبولګولو کانالونه، چکډېمونه
او د اوبولګولو نور تاسیسات هم پکې شامل دي.
بلخوا، د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ویلي، چې دغه
وزارت د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو د کمولو لپاره
هڅې کوي.
د هغه په وینا، همدې موخې ته د رسېدو لپاره د ځینو کرنیزو محصولاتو،
په ځانګړي ډول د سبو، مېوو او وچو شېدو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې دي، ترڅو
له کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه
کېدو زمینه برابره شي.