Search

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د هوايي بریدونو وروسته د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

News image
9 چنګاښ 1405 - 11:50

اروپايي ټولنې د افغانستان په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له هغو هوايي بریدونو وروسته، چې ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې، د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د خدمتونو (EEAS) ویاند، انوار العانوني، په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي، د نړیوال بشردوستانه قانون رعایت باید په هر وخت کې وشي او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

هغه زیاته کړې، چې اروپايي ټولنې د وروستیو پولې پورې غاړې تاوتریخوالو له امله د رامنځته شویو ترینګلتیاوو د سمدستي کمېدو غوښتنه هم کړې ده.

پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې د خپلو خاورو دننه د هغو بریدونو له ترسره کېدو وروسته، چې اسلام‌اباد یې ترهګریز بللي، په افغانستان کې یې د وسلوالو پټنځایونه په نښه کړي دي.

خو طالبانو ویلي، چې په دغو هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.