د طالبانو د رسنیو مرکز وايي، د ټولګټو وزارت دا مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لویو لارو او سړکونو د جوړولو ۷۴ سترې پروژې تر کار لاندې لري، چې له امله یې ۲۰ زره او ۵۹۶ کسانو ته مستقیم او ۱۱۲ زره کسانو ته غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.
دغه مرکز نن (سهشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روانو پروژو له مهمو
برخو څخه د کندهار–هلمند، کندهار–سپین بولدک، د کابل–غزني دوهم لاین، د سالنګونو
لویه لار، په بادغیس کې حلقوي سړک، کونړ–نورستان، دشت ارچي–کندز، میمنه–فردوس او د
قوشتپې–درزاب سړکونه دي، چې د جوړولو چارې یې روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې ټولټال ۹ زره او ۴۹۳ ماشینونه پر
کار بوخت دي.
د طالبانو د رسنیو مرکز ویلي، د دغو پروژو موخه د هېواد د ترانسپورټي
زیربناوو پیاوړتیا، د تګ راتګ اسانتیا او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ده.