د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې، عصمتالله ایرګاشف، په ازبیکستان کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره لیدلي او د افغانستان د پرمختګ بهیر په ګډون یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د دوامدار پرمختګ د ملاتړ په موخه د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورټ، لوژستیک، کلتوري او بشري همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي بیارغونې د ملاتړ لپاره د ازبیکستان له هڅو ستاینه کړې او د سیمې د ثبات او پرمختګ په برخه کې یې د تاشکند رول مهم بللی دی.
دواړو لورو همداراز د دوهاړخیزو همکاریو پر لا پراختیا، د سیمهییزو موضوعاتو په اړه د عملي همغږۍ پر زیاتوالي او د افغانستان په تړاو د منظمو خبرو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.