په کابل کې د ایران سفارت ویلي، د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی.
دغه سفارت نن (پنجشنبه) په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې یاد پلاوی به
د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او له افغان
چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او کنفرانسونه هم ترسره کړي.
د سرچینې په وینا، د دغه سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د
سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال
نندارتون پرون، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۰مه (چهارشنبه)، په کابل کې د ځانګړو
مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.