Search

طالبان: د ۵.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو

News image
11 چنګاښ 1405 - 11:00

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د څلورم بلاک د استخراج تړون یې د ۵ میلیونه، ۴۹۰ زره او ۹۵۰ امریکايي ډالرو په پانګونه له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده سیمه ۹.۵۸ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون یې پرون، د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۰مه (چهارشنبه)، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د عبدالحمید فیضي د کان‌کېندنې او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ملا هدایت‌الله بدري د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، دغه قرارداد د ۱۵ کلونو لپاره شوی او له مخې به یې یاد شرکت د استخراج شوې مالګې د هر ټن پر سر طالبانو ته ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي. هغه زیاته کړې، چې د کان د استخراج ټولې چارې به د وزارت له نافذه اصولو او مقرراتو سره سمې ترسره کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د عبدالحمید فیضي شرکت به په سیمه کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ټولنیز خدمات هم وړاندې کړي او د کان د استخراج له لارې به ۱۱۵ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.