Search

د پاکستان له زندانونو ۱۴۷ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

News image
11 چنګاښ 1405 - 11:50

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۴۷ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو. د خبرپاڼې له مخې، دوی له ازادېدو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې د سپین بولدک–چمن او تورخم له لارو هېواد ته راستانه او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، له دغو بېرته راستنو شویو افغانانو سره د مرستندویه بنسټونو له لوري اړینې مرستې هم شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۳۴۴ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.