Search

ترکي شرکت په افغانستان کې له کثافاتو د برېښنا تولید ته لېوالتیا ښودلې

News image
11 چنګاښ 1405 - 13:04

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترکیې یوه خصوصي شرکت په افغانستان کې له کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیارغونې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکیې د N.K.Y شرکت مرستیال، هاقاس بوس، د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس، ملا عبدالحق همکار، سره په لیدنه کې د یادې پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالحق همکار د ترکي پلاوي هرکلی کړی او د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، هاقاس بوس ویلي، د دوی شرکت د کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیارغونې په برخه کې د نړۍ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې فعالیت لري او غواړي په افغانستان کې هم په دې سکټور کې پانګونه وکړي.