Search

امریکا: د «ترهګریزو بریدونو» پر وړاندې د پاکستان د ځان ‌دفاع له حقه ملاتړ کوو

News image
12 چنګاښ 1405 - 08:01

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن د «ترهګریزو بریدونو» پر وړاندې د پاکستان د ځان‌دفاع له حقه ملاتړ کوي.

دغه وزارت د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۱مه (پنجشنبه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان خلکو د ترهګریزو بریدونو له امله ډېر زیانونه لیدلي او امریکا د دغه هېواد د ځان‌دفاع له حقه ملاتړ کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د پاکستان په هوايي بریدونو کې چې د افغانستان پر سرحدي سیمو ترسره شوي، لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم تر دغو بریدونو وروسته ویلي وو چې د پاکستان د خاورې دننه یې ځینې هدفونه په هوايي بریدونو ویشتلي دي. په مقابل کې، اسلام‌اباد ویلي چې ځواکونو یې د بلوچستان ایالت په فضا کې څلور بې‌پیلوټه الوتکې کشف او نسکورې کړې دي.

پاکستان طالبان تورنوي چې هغو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکوي چې د اسلام‌اباد په وینا، د دغه هېواد دننه په بریدونو کې لاس لري، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.

د واشنګټن او اسلام‌اباد اړیکې په وروستیو میاشتو کې ښه شوې دي.