رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې د هوايي بریدونو په پایله کې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، روسیې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۱مه (پنجشنبه) سهار د اوکراین پر پلازمېنه په سلګونو بېپیلوټه الوتکې او لسګونه توغندي وتوغول، چې له امله یې شاوخوا ۱۳۰ ودانیو ته زیان اوښتی دی.
اوکرایني چارواکو دغه برید د روان ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې پر کیف تر ټولو خونړی برید بللی دی.
ځايي چارواکو ویلي، د ژغورنې ډلې لا هم د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي.
په ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي د خپل هېواد د لوېدیځو متحدانو له لوري د هوايي دفاعي سیستمونو په سپارلو کې پر ځنډ نیوکه کړې او ویلي یې دي، که دغه تجهیزات پر وخت اوکراین ته رسېدلي وای، د ډېرو کسانو ژوند به ژغورل شوی وای.
بل لور ته، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د اوکراین پوځي تأسیسات، د انرژۍ مرکزونه او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي. د دغه وزارت په وینا، دا بریدونه د روسیې پر خاوره د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۱۴۰۰ کال د کب په ۵مه د روسیې له پراخ یرغل وروسته پیل شوې او لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. په دې موده کې دواړو لوریو درنې مرګژوبلې او پراخ مالي او بشري زیانونه لیدلي دي.