Search

متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د دوه‌اړخیزو اړیکو او ډیپلوماټیکو همکاریو په اړه خبرې کړي دي

News image
12 چنګاښ 1405 - 08:26

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د کابل او تهران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، ډیپلوماټیکو همکاریو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډو اړیکو پر پیاوړتیا او د متقابلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

متقي او د طالبانو د رئیس‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۲مه (پنجشنبه) سهار ایران ته د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه ‌یي په جنازه کې د ګډون لپاره لاړل.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو میاشتو کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

دواړه لوري د سوداګرۍ، ټرانزیټ، اوبو، کډوالو او سرحدي همکاریو په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه دوامدارې خبرې اترې کوي، او د دواړو هېوادونو چارواکي د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.