د طالبانو د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه ولایت کې سیند ته د کډوالو د لېږدونکې یوې ټرېلر د لوېدو له امله ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۲مه (جمعه) د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د کابل–جلالاباد پر لویه لار، د خیروخېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو د لغمان د رسنیو دفتر ویلي، ټرېلر د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړک څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۸ نور ټپیان له اوبو را ایستل شوي او ۱۰ تنه لا هم ورک دي.
ځايي چارواکي وایي، د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي او د ژغورنې ډلې او رضاکاران د پېښې په ځای کې حضور لري.
د طالبانو د لغمان ولایت د رسنیو دفتر ټینګار کړی چې د پېښې نور جزئیات به له څېړنو تر بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.