د د ناروې د کډوالو شورا (NRC) ویلي، افغانستان د نړۍ له هغو بشري ناورینونو څخه دی چې تر ټولو لږ مالي ملاتړ ورته شوی، ځکه په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ د بشري مرستو بودجه د ۲۰۱۹ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته راکمه شوې ده. دې ادارې په ورته وخت کې د سویډن ستاینه کړې چې لا هم خپلې بشري مرستې د اړتیاوو پر بنسټ وېشي.
د ناروې د کډوالو شورا ویلي، تر اوسه په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ د بشري مرستو یوازې ۳۰ سلنه اړینه بودجه برابره شوې ده.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې د لوېدیځو مرستندویه هېوادونو د بودجو د کمېدو له امله میلیونونه اړمن کسان له مرستو بېبرخې پاتې کېږي.
د دغې ادارې سرمنشي یان اېګلاند ویلي، په وروستیو کلونو کې ستراتیژیک او سیاسي ملاحظات د نړیوالو مرستو پر پرېکړو ډېر اغېزمن شوي، خو سویډن سره له دې چې خپله ټوله مرستندویه بودجه یې راکمه کړې، بیا هم د بشري اړتیاوو لومړیتوب ته ژمن پاتې شوی دی.
هغه ویلي: «سویډن او د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا اداره (Sida) تل دا دود درلود چې بشري مرستې هغو ځایونو ته ورسوي چې اړتیا پکې ډېره وي.» اېګلاند ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي او پوځي ملاحظاتو بېلې وساتل شي.
هغه زیاته کړې: «باید د واکمن رژیم او اړمنو خلکو ترمنځ توپیر وشي. د وږو ماشومانو د خوړو راشن نه شي کمېدای.»
د ناروې د کډوالو شورا ویلي، افغانستان وروسته له هغه ډېر اغېزمن شو چې امریکا خپلې ټولې بشري مرستې ودرولې، په داسې حال کې چې تر ۱۴۰۳ کال پورې د افغانستان د بشري مرستو څه باندې ۴۰ سلنه د امریکا له لوري تمویل کېدل.
اېګلاند ویلي، د دغو مرستو د کمېدو تر ټولو ستر زیان افغان ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.
هغه وویل: «ښځې او ماشومان د هغو کسانو د کړنو سزا ویني چې په واک کې دي.»
د ناروې د کډوالو شورا په ایران کې د شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د امریکا او اسرائیل له وروستۍ جګړې وروسته د ایران اقتصادي بحران د دوی ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
د اېګلاند په وینا، په ایران کې ګڼو افغان کډوالو خپل کورونه او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي او نه د ایران حکومت او نه هم نړیوالې ټولنې ورته کافي مرستې رسولې دي.
راپور زیاتوي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، سوډان، سومالیا، یمن او افغانستان بشري ناورینونه لا هم د نړۍ له هغو بحرانونو څخه دي چې د اړتیا په پرتله ورته تر ټولو لږه بودجه ځانګړې شوې، په داسې حال کې چې د لبنان، اوکراین او غزې بحرانونو نړیواله پاملرنه او مرستې ډېرې جلب کړې دي.
د ناروې د کډوالو شورا اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په ټوله نړۍ کې ۲۵۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۴مې پورې مرستندویانو ۱۰.۲ میلیارده ډالر مرسته کړې، چې د ټولې اړتیا یوازې څه باندې ۳۰ سلنه پوره کوي.
د شورا په وینا، سویډن سږ کال تر اوسه ۷۴۷ میلیونه ډالر بشري مرستې ځانګړې کړې او لا هم د افغانستان په ګډون د نړۍ له تر ټولو زیانمنو خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.