د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پرلهپسې ماتو او کمزورې لوبې له امله په وروستیو کې د لوبډلې د رهبرۍ، لوبډلمشرۍ او د ځینو لوبغاړو د انتخاب په اړه پراخ بحثونه راپورته شوي دي.
دا بحثونه وروسته له هغې لا تود شول چې افغان سندرغاړي فرهاد دریا په
خپلې فېسبوکپاڼه د ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمتالله شهیدي د رول په اړه خپل نظر
شریک کړ.
فرهاد دریا لیکلي وو، د خلکو غوښتنو ته په کتو، حشمتالله شهیدي کولی
شي په درناوي خپل ځای بل مناسب لوبغاړي ته پرېږدي.
له دې څرګندونو وروسته، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکي
نوین الحق تېره ورځ د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۳مه (شنبه) پر
فرهاد دریا سختې نیوکې وکړې او هغه یې د ملي لوبډلې د لوبغاړو پر سپکاوي تورن کړ.
نوین الحق له فرهاد دریا وغوښتل چې د کرکټ په چارو کې له لاسوهنې ډډه
وکړي او یوازې پر خپل مسلک تمرکز وکړي. هغه په خپل غبرګون کې لیکلي: «دا د اشرافو لوبه ده، منځ کې یې ښه نه ښکارې.»
هغه زیاته کړه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي د هېواد او ولس
ریښتیني اتلان او ستوري دي. د نوموړي په وینا، د لوبغاړو په اړه له «ریشخند او
پسخند» ډکې لیکنې، له «لوچکۍ» پرته بل څه نه دي او دا ډول څرګندونې نه رغنده نقد
دی او نه هم د موضوع درک، بلکې یوازې د لیکونکي شخصیت څرګندوي.
له دې دواړو پوسټونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه
راپارېدلي دي. د یو شمېر کاروونکو په باور، د فرهاد دریا څرګندونې د ډېری مینهوالو
غوښتنې منعکس کوي، خو بل لور ته ګڼو کسانو د نوین الحق له دریځه ملاتړ کړی او د
ملي لوبډلې د لوبغاړو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
دا لفظي شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان کرکټ ملي
لوبډلې په وروستیو نړیوالو سیالیو کې د پرلهپسې ناکامیو له امله د کرکټ مینهوالو
او شنونکو له سختو نیوکو سره مخ ده او د لوبډلې د جوړښت، رهبرۍ او د لوبغاړو د
انتخاب په اړه بحثونه ورځ تر بلې زیاتېږي.