Search

ها‌نګاو: ایران تېره میاشت پنځه افغانان اعدام کړي

News image
14 چنګاښ 1405 - 12:26

د «ها‌نګاو» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې ویلي، د ایران حکومت د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې پر مهال پنځه افغان وګړي اعدام کړي دي.

دغه بنسټ په خپل میاشتني راپور کې ویلي، یاد افغانان د ایران په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌يي توکو او ځینو نورو جرمونو په تور اعدام شوي، خو د هغوی د هویت او نورو جزئیاتو په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

د راپور له مخې، د دغو اعدامونو په اړه ایراني چارواکو هم رسمي معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د همدې تېرې میاشتې پر مهال د نهو افغانانو په ګډون، چې د اعدام په سزا محکوم شوي وو، ټولټال ۷۵۳ افغان بندیان طالبانو ته وسپارل، ترڅو د بند پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.

ایران په وروستیو کلونو کې د اعدامونو د لوړې شمېرې له امله د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ دی. د دغو بنسټونو په وینا، افغانان هم په ایران کې د اعدام شويو بهرنیو وګړو د پام وړ برخه جوړوي.