Search

طالب او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د چټکتیا او پرمختګ په اړه خبرې کړې دي

News image
14 چنګاښ 1405 - 12:51

د طالبانو د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار په افغانستان کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رئیس بګنج عبدالله‌یوف سره د دغې پروژې د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د هرات ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو په هرات کې د یوې ناستې پر مهال د ټاپي پروژې د روانو چارو، پرمختګ او د کارونو د چټکتیا په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، اسلام‌جار ټینګار کړی چې د ټاپي پروژې چارې باید په چټکۍ سره پر مخ یووړل شي.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو، ګډو همکاریو او د دواړو هېوادونو په صفري نقطه کې د افغان ـ ترکمن ګډ نندارتون د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپي پروژې د نل‌لیکې د غځولو چارې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ متره پر مخ ځي، او تمه ده چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو کې (د ۲۰۲۷ کال په پیل کې) د هرات په برخه کې د دغې پروژې چارې بشپړې شي.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده چې د افغانستان لپاره د ترانزیټي عوایدو، کاري فرصتونو او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.