Search

سویډن افغانستان ته د افغانانو د داوطلبانه ستنېدو لپاره میلیونونه کرونه لګولي، خو تراوسه هېڅوک نه دي ستانه شوي

News image
15 چنګاښ 1405 - 09:29

د سویدن حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو د هڅونې لپاره له ۸ میلیونه څخه ډېر سویدني کرونه لګولي، خو تراوسه د دغه پروګرام له لارې هېڅ افغان خپل هېواد ته نه دی ستون شوی.

سویدن هرالډ ورځپاڼې د افتون‌بلادت په حواله راپور ورکړی چې د سویدن حکومت د «نوی ژوند» په نوم د یوه پروګرام د پلي کېدو لپاره له ۸ میلیونه سویدني کرونه (شاوخوا ۸۲۳ زره امریکايي ډالره) ځانګړي کړي، څو په سویدن کې مېشت افغانان وهڅوي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، خو تر اوسه دغه پروګرام کومه پایله نه ده ورکړې.

د راپور له خې، د «نوی ژوند» پروګرام د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د سویدن د حکومت په مالي ملاتړ پیل شوی او د پلي کېدو مسؤلیت یې نړیوال سازمان سیفار ته سپارل شوی دی.

د دې پروګرام موخه دا ده چې په سویدن کې له دوو زرو مېشتو افغانانو سره اړیکه ونیول شي او ۲۰۰ تنه یې افغانستان ته د داوطلبانه ستنېدو لپاره وهڅول شي. خو، سره له دې چې د پروژې تر پای ته رسېدو یوازې دوه میاشتې پاتې دي، لا هم د داوطلبانه ستنېدو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

سویدن هرالډ د افتون‌بلادت په حواله لیکلي چې د سویدن د کډوالۍ وزیر، یوهان فورشل، ویلي چې د دې پروګرام وروستۍ ارزونه به د پروژې تر بشپړېدو وروسته ترسره شي.

د سویدني چارواکو په وینا، دغه کمپاین په ځانګړي ډول هغه افغان وګړي په نښه کوي چې په زور د ایستلو امکان یې نه و، او موخه یې دا ده چې په سویدن کې د هغوی د پټ ژوند مخه ونیول شي.