Search

زابل کې د ۵۸۰ ماډل بس د چپه کېدو پېښه؛ یو کس مړ او ۲۸ نور ټپیان شول

News image
15 چنګاښ 1405 - 11:59

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د بازرګان په سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه ۵۸۰ ماډل بس موټر د چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او ۲۸ نور ټپیان دي.

په زابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، پېښه نن سهار (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۵مه) شاوخوا د سهار په ۴:۰۰ بجو رامنځته شوې ده. د سرچینې په وینا، یاد بس له هرات ولایت څخه کابل ته پر لاره و چې د نامعلوم علت له امله چپه شو.

د طالبانو چارواکو په وینا، په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، شپږ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د ترافیکو او امنیتي ځواکونو منسوبین پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

د پېښې د لامل په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.