Search

امسو: جاوید نیازی د طالبانو له بنده خوشې شوی، خو نور بندي خبریالان دې هم ازاد شي

News image
16 چنګاښ 1405 - 05:36

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) ویلي، د پیګرد خبري اژانس مسوول، جاوید نیازی، له نږدې دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی، خو ټینګار یې کړی چې د یوه خبریال خوشې کېدل د رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي او ټول بندي خبریالان باید بې‌قیده او بې‌شرطه ازاد شي.

دغه سازمان د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۵مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، جاوید نیازی د روان کال د غويي په ۱۶مه د طالبانو د استخباراتو ادارې ته تر احضارېدو وروسته نیول شوی و.

د اعلامیې له مخې، که څه هم جاوید نیازی خوشې شوی، خو لا هم یو شمېر خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

امسو د جاوید نیازي نیول، محاکمه او بند «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو ښکاره نقض» بللی او په افغانستان کې یې د خبریالانو د دوامدارو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپل مسلکي فعالیت یا د بېلابېلو پلمو له امله له ګواښ، محاکمې او زندان سره مخ نه شي.

امسو له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان بې‌له کوم شرطه خوشې کړي، د خبریالانو بنسټیز حقونه، لکه مدافع وکیل ته لاسرسی، عادلانه محاکمه او د کاري خوندیتوب حق، رعایت کړي.

په اعلامیه کې همداراز له طالبانو غوښتل شوي چې له اجباري اعترافونو او هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د بشري حقونو خلاف وي، او په افغانستان کې د رسنیو لپاره د ازاد، خوندي او خپلواک فعالیت زمینه برابره کړي.