Search

په امریکا کې د یو افغان مړینه «ناڅاپي پېښه» وبلل شوه

News image
16 چنګاښ 1405 - 06:07

د اسوشیټډ پرېس د ترلاسه کړو اسنادو له مخې، هغه افغان چې شاوخوا لس کاله یې په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف کې د سخت حساسیت له امله مړ شوی او د هغه مړینه «ناڅاپي پېښه» بلل شوې ده.

د راپور له مخې، محمد نظیر پکتیاوال، چې ۴۱ کاله عمر یې درلود، د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۴مه د ټکساس ایالت د ډالاس ښار په یوه روغتون کې مړ شو. نوموړی یوه ورځ مخکې د ایستل کېدو د قانوني بهیر لپاره د ICE له خوا نیول شوی و.

د هغه د مړینې سند ښيي چې د یوې نامعلومې مادې پر وړاندې شدید حساسیت (انافیلاکسیس) رامنځته شوی، چې د سالنډۍ ناروغي یې هم شدیده کړې او په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسوشیټډ پرېس ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیل راهیسې د ICE په توقیف‌خونو کې له ۵۰ څخه د زیاتو مړینو په منځ کې دا لومړنۍ پېښه ده چې په رسمي ډول «ناڅاپي پېښه» بلل شوې ده. د راپور له مخې، د نورو ډېری کسانو مړینې طبیعي علتونو یا ځان وژنې ته منسوب شوې دي.

پکتیاوال نږدې لس کاله په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه او د ۱۴۰۰ کال پر مهال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه په قانوني ډول امریکا ته داخل شوی و او د پناه غوښتنې دوسیه یې تر ارزونې لاندې وه، خو د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۳مه د ټکساس ایالت د ریچارډسن ښار په خپل کور کې د ICE مأمورینو ونیو.

د راپور له مخې، ICE د نوموړي د نیولو پرېکړه د خوړو د مرستو د درغلۍ او غلا د تورونو له امله توجیه کړې، خو پکتیاوال په هېڅ یوه قضیه کې محکوم شوی نه و.

اسوشیټډ پرېس زیاته کړې چې ICE مخکې ویلي وو، پکتیاوال د لومړنۍ روغتیايي ارزونې پر مهال د کومې ناروغۍ یا حساسیت له لرلو انکار کړی و. خو د نیول کېدو څو ساعته وروسته هغه د ساه لنډۍ او د سینې درد احساس کړ او پارکلنډ مېموریل روغتون ته ولېږدول شو. د بلې ورځې سهار، د ناشتې پر مهال د هغه ژبه پړسېدلې وه. ډاکټرانو ورته د حساسیت ضد بېړنی درمل (ایپي‌نېفرین) ورکړ، خو له شاوخوا ۴۰ دقیقو وروسته، د بیړنیو هڅو سربېره، ومړ.

د مړینې په سند کې د مړینې اصلي لامل «د شدیدې حساسیتي حملې له امله د سالنډۍ ناڅاپي سختېدنه» بلل شوې ده. په سند کې د مېتامفېټامین د زهري اغېزو، د زړه ناروغۍ او سګرټ څکولو یادونه هم د مرستندویو عواملو په توګه شوې ده. خو د پکتیاوال کورنۍ دا ادعا رد کړې چې ګواکې هغه مېتامفېټامین کارولی و. د کورنۍ په غوښتنه ترسره شوې دویمې کالبدشکافۍ هم د دې مادې شتون نه شو تأییدولای، ځکه د وینې نمونې د ازموینې لپاره نه وې پاتې.

دغه پېښه په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ افغان‌ایواک او د کانګرس د یو شمېر غړو له خوا د بشپړ کالبدشکافۍ د راپور د خپرېدو غوښتنې راپارولي دي. هغوی وایي، د پکتیاوال کورنۍ حق لري پوه شي چې د مرګوني حساسیت لامل څه و او ایا د توقیف پر مهال ورته مناسب روغتیايي خدمات برابر شوي وو که نه.

د ډالاس ولسوالۍ چارواکو د کالبدشکافۍ د بشپړ راپور له خپرولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د راپور خپرېدل ښايي د فدرالي جنايي څېړنې پر بهیر اغېز وکړي. د پکتیاوال کورنۍ د هغه د مړینې رسمي توضیحات نه مني او د پېښې په اړه د لا ډېر وضاحت او شفافیت غوښتنه کوي.

محمد نظیر پکتیاوال د هغو زرګونو افغانانو له ډلې و چې د پخواني افغان حکومت له سقوط وروسته په ۱۴۰۰ کال کې امریکا ته ولېږدول شول. د هغه مړینې په امریکا کې د افغان لېږدول شویو کډوالو د چلند او د فدرالي توقیف‌خونو د مړینو په اړه د حساب‌ورکونې غوښتنې یو ځل بیا زیاتې کړې دي.