Search

طالبانو د افغانستان د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان تصویب کړ

News image
16 چنګاښ 1405 - 12:53

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، د افغانستان د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان، چې تر دې وړاندې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له خوا تایید شوی و، د طالبانو د مشر له لوري هم تصویب شوی دی.

دغه معاونیت نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې پلان کې د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د لېږد ۱۳ نیمګړې او ۲۳ نوې پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ نوې پلان شوې پروژې، او د برېښنا د وېش ۳۴ نوې پروژې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برېښنا به د هېواد تکیه کمه شي.

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت زیاتوي، د دې پلان پلي کېدل به د افغانستان په اقتصادي بیارغونه، د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا او د انرژۍ د سکټور په پراختیا کې مهم رول ولوبوي، څو د انرژۍ د خوندیتوب او ځان‌بساینې ټاکل شوي هدفونه ترلاسه شي.