د جرمني تاتس (taz) ورځپاڼې راپور ورکړی چې جرمني یو شمېر افغان وګړي، چې جرمي محکومیت نه لري، د ایستلو تر بهیر پورې د کډوالۍ په توقیفخونو کې ساتلي دي. راپور وایي، دغه اقدام دا پوښتنې راپورته کړې چې ایا دا قضیې د برلین له اعلان شوې ایستلو پالیسۍ سره سمون لري که نه.
د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه افغانان، چې د جرمي سابقې په اړه یې هېڅ معلومات نه شته، د جرمني په بېلابېلو توقیفخونو کې د ایستلو په تمه ساتل کېږي.
تاتس ویلي، دغو کسانو سره له دې چې جرمي محکومیت نه لري، د ایستلو له خطر سره مخ دي. د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د راپور له مخې، یو شمېر توقیف شوي افغانان د باواریا ایالت په توقیفخونو کې ساتل کېږي او یو بل افغان په هېسن ایالت کې بندي دی. همداراز، په لویزر ساکسن ایالت کې یو شپږم افغان، چې د ایستلو په تمه و، د کډوالو د ملاتړ بنسټونو له مداخلې وروسته په موقتي ډول خوشې شوی دی.
راپور زیاتوي، له دغو شپږو کسانو څخه دوه یې د اروپايي ټولنې د ډوبلین مقرراتو له مخې بېرته جرمني ته ستانه شوي وو، هغه مقررات چې ټاکي د پناه غوښتنې دوسیه به کوم غړی هېواد ارزوي. پاتې څلور کسان د جرمني فدرالي پولیسو له خوا هېواد ته تر بیا ننوتلو وروسته نیول شوي دي.
د جرمني چارواکو تل ویلي چې د ایستلو پالیسي تر ډېره هغو کسانو ته ځانګړې شوې چې د جدي جرمونو په ترسره کولو محکوم شوي یا د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي. د چارواکو په وینا، افغانستان ته د ایستلو پرېکړې په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي، جنسي جرمونو، لویو مخدره موادو اړوندو جرمونو او امنیتي خطر لرونکو کسانو په اړه عملي کېږي.