اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې رحمانالله لکنوال، هغه ۲۹ کلن افغان چې په واشنګټن ډيسي کې د امریکا د ملي ګارډ د یوه سرتېري د وژلو او د بل د سخت ټپي کولو په تور محاکمه کېږي، د خوړو او اوبو له نه څښلو وروسته په «ډېر نازک» روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د راپور له مخې، فدرالي څارنوالانو د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۹مه یوې بېړنۍ محکمې ته ویلي چې د لکنوال روغتیايي وضعیت د کافي خوړو له نه خوړلو له امله سخت خراب شوی او د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره د جورج واشنګټن پوهنتون روغتون ته انتقال شوی دی.
د کولمبیا فدرالي ناحیې قاضي، امیت پي. مهتا، ویلي چې د لکنوال روغتیا په څرګند ډول خرابه شوې او اوس په ډېر سخت وضعیت کې دی.
په ورته وخت کې، واشنګټن پوسټ او سياېناېن راپور ورکړی چې فدرالي څارنوالانو له محکمې غوښتي څو د لکنوال طبي دوسیې ته لاسرسی ورکړل شي، ترڅو د راتلونکو اقداماتو، په ګډون د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره د احتمالي اجباري تغذیې، په اړه پرېکړه وشي.
د راپورونو له مخې، د لکنوال مدافع وکیل هم د هغه وروستۍ طبي دوسیې ته د څارنوالۍ له محدود لاسرسي سره موافقه کړې ده.
رحمانالله لکنوال د ځان پر وړاندې ټول لګېدلي تورونه رد کړي دي. هغه تورن دی چې د ۱۴۰۳ کال د لړم په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې کړې وې. په دې پېښه کې ۲۰ کلنه سرتېره سارا بکسټروم وژل شوې او انډریو ولف سخت ټپي شوی و.
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، که لکنوال مجرم وپېژندل شي، څارنوالي به د هغه لپاره د اعدام سزا وغواړي.
رحمانالله لکنوال په ۱۴۰۰ کال کې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، امریکا ته تللی و. د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړي تر کډوالۍ مخکې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او د سيآیاې (CIA) له اړوندو واحدونو سره همکاري کړې وه. تر اوسه د هغه د اصلي محاکمې نېټه نه ده اعلان شوې.