Search

افغان ښځینه قاضیانو د ژغورنې په اړه کتاب د ۲۰۲۶ کال د اوروېل د سیاسي لیکنو جایزه وګټله

News image
19 چنګاښ 1405 - 13:36

د «له کابل څخه تېښته» (The Escape from Kabul) په نوم کتاب، چې له واک ته د طالبانو تر ستنېدو وروسته د نږدې ۲۰۰ افغان ښځینه قاضیانو او د هغوی د کورنیو د ژغورنې کیسه بیانوي، د ۲۰۲۶ کال د اوروېل د سیاسي لیکنو جایزه ګټلې ده.

د هېګزم کورنټ د راپور له مخې، دغه کتاب د بریتانیا لیکوالې کارن بارټلېټ لیکلی او د Duckworth Books خپرندویې ټولنې خپور کړی دی.

کتاب د هغو افغان ښځینه قاضیانو کیسه بیانوي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې د افغانستان د عدلي نظام په جوړولو کې ونډه اخیستې وه، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې اړ شوې چې هېواد پرېږدي.

د اوروېل بنسټ د جایزې د اعلان پر مهال ویلي، افغان ښځو د حقوقو زده‌کړې وکړې، قاضیانې شوې او د فساد پر وړاندې یې مبارزه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته یې رسېدنه کوله.

د بنسټ په وینا، دغو ښځو د یوه عصري او دیموکراتیک نظام په جوړولو کې مهم رول درلود، خو د لوېدیځو ځواکونو له وتلو وروسته هغوی او کورنۍ یې له جدي ګواښونو سره مخ شوې.

د اوروېل بنسټ ویلي، «له کابل څخه تېښته» د هغه ناویل شوې کیسه بیانوي چې څنګه نږدې ۲۰۰ ښځینه قاضیانې او د هغوی د کورنیو غړي د نړۍ د قاضیانو، وکیلانو او حقوقي همکارانو د یوې نړیوالې شبکې په مرسته له افغانستانه وایستل شول.

کارن بارټلېټ د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته ویلي، د افغان ښځینه قاضیانو د کیسې بیانول ورته ستر ویاړ دی.

هغې ویلي: «دوی بې‌ساري زړورتیا او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت روحیه لري.» نوموړې زیاته کړې چې لا هم په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو په اړه فکر کوي چې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

بارټلېټ ویلي، په داسې حال کې چې هغه د کتاب لیکلو او خپل ژوند په ازاد ډول د تېرولو فرصت لري، په افغانستان کې ښځې او نجونې نه شي کولای کار وکړي، ښوونځي ته ولاړې شي او یا هم یوازې له کوره ووځي.

د اوروېل جایزې د داورانو د پلاوي مشر، روهان سلوا، د کتاب ستاینه کړې او ویلي یې دي چې لیکوالې د افغانستان د ښځینه قاضیانو کیسه په روښانه، اغېزمنه او له خواخوږۍ ډکه بڼه بیان کړې ده.

د داورانو په وینا، دغه کتاب د غم، زړورتیا او هیلو کیسه رانغاړي او ښيي چې څنګه د نړۍ ښځینه قاضیانو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خپلو افغان همکارانو د ژغورنې لپاره ګډې هڅې وکړې.