د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په بلخ ولایت کې د «مولانا جلالالدین بلخي» درېیم ملي نندارتون پرانېستل شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون پرون (شنبه، د ۱۴۰۵
کال د چنګاښ ۲۰مه) پرانېستل شو او د درېیو ورځو لپاره به په ۱۷۰
غرفو کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو
ادریس د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او له بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې
په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سرچینې په وینا، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ،
بازارموندنې، د پانګونې د راجلبولو او د کورنیو تولیدي ظرفیتونو د معرفي کولو په
موخه جوړ شوی دی.