Search

کندهار کې یوې ښځې خپل مېړه وژلی

News image
21 چنګاښ 1405 - 11:07

د کندهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، د کندهار ښار د لویې ویالې په سیمه کې، نازک کوټۍ ته نږدې، یوې ښځې خپل مېړه په چاقو وژلی دی.

د هغه په وینا، دغه پېښه پرون (شنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۰مه) غرمه رامنځته شوې او یاده ښځه تر پېښې وروسته له یوه بل کس سره تښتېدلې ده.

اسدالله جمشید ویلي، د پېښې د لامل د معلومولو او د تورنې ښځې د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

د معلوماتو له مخې، د دې جوړې له واده شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې وې او د دواړو لورو کورنۍ وايي چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ کومه څرګنده ستونزه نه وه.