د کونړ له پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوه دېوال د نړېدو له امله یو دوه نیم کلن ماشوم مړ شوی دی.
د یاد ریاست په وینا، دغه پېښه د سختو بارانونو او تېز باد له امله
رامنځته شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د همدې هوايي پېښو پر مهال د ګلایي په سیمه کې
تندر هم لګېدلی، چې له امله یې یو شمېر کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مړ شوی ماشوم کریمالله نومېده، د شوکت زوی
و او کورنۍ یې په دې وروستیو کې افغانستان ته بېرته راستنه شوې وه.
په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول
ختیځو سیمو کې، د سختو بارانونو، سېلابونو او تندبادونو له امله خلکو ته ځاني او
مالي زیانونه اوښتي دي.