رویټرز راپور ورکړی چې امریکا او ایران د یو بل پر ضد د پوځي بریدونو نوی پړاو ترسره کړی، چې له امله یې په منځني ختیځ کې کړکېچ نور هم زیات شوی دی. تهران وايي، د خلیج په سیمه کې یې د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي او د هرمز تنګي د تړلو اعلان یې هم کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه تازه نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرلهپسې هوايي بریدونو دوام دی او د هغې لنډمهالې هوکړې راتلونکې یې له خطر سره مخ کړې، چې تېره میاشت د واشنګټن او تهران ترمنځ د ۶۰ ورځنیو خبرو اترو په پایله کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره شوې وه.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، د امریکا د «تیري» په ځواب کې یې په بحرین او اردن کې پر هغو پوځي اهدافو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امریکا سره تړاو لري.
د راپور له مخې، سپاه پاسداران ویلي چې د غچ اخیستونکو عملیاتو په دویم پړاو کې یې د بحرین شیخ عیسی هوايي اډه په نښه کړې ده. که څه هم د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ مرکزي قوماندانۍ په بحرین کې ده، خو په همدې اډه کې نه ده مېشته؛ البته دغه اډه مخکې د امریکايي پوځي الوتکو او عملیاتو لپاره کارېدلې ده.
د دوشنبې په سهار، ایران د برید تر اعلان لږ وروسته، په بحرین کې د خطر زنګونه وغږېدل او په خلیج سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې.
ایران همداراز ادعا کړې چې د اردن شهزاده حسن هوايي اډه یې هم په نښه کړې او ویلي یې دي چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو د سونګ زېرمې او د وسلو ګودامونه سوځولي دي. ایران ادعا کوي چې دغه اډه د امریکا پوځ کاروي، خو اردن تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.
بل لور ته، رویټرز د یوه ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا په وروستیو بریدونو کې د ایران د خوزستان ولایت د ماهشهر ښار د کرنیزو اوبو د پمپ یوه تأسیسات په نښه شوي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
تهران دا هم ویلي چې د یوې سوداګریزې بېړۍ پر ادعا شوي ایراني برید وروسته د امریکا د نوي برید په غبرګون کې یې د هرمز تنګی تړلی دی. د هرمز تنګي تړل د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه یوه له ګواښ سره مخ کوي او د نړیوالو تېلو د رسونې په اړه اندېښنې زیاتوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به د ایران پر ضد خپل پوځي عملیات دوام ورکړي. نوموړي د یکشنبې په ورځ رویټرز ته په ټیلیفوني مرکه کې ویلي: «موږ هغوی سخت ځپو.»
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغو تازه نښتو د واشنګټن او تهران ترمنځ د تېرې میاشتې د لنډمهالې هوکړې د پاتې کېدو هیلې لا کمزورې کړې او د سیمې د یوې پراخې جګړې په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو میاشتو کې پوځي او سیاسي کړکېچ په بېساري ډول زیات شوی دی. د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ګڼل کېږي، هر ډول ګډوډي پکې د نړیوالو انرژۍ بازارونو او د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لرلای شي.