د غزني د طالبانو د ولایت مقام ویاند میوندشاه احمدزی وايي، د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ د پښ کندي په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د احمدزي په وینا، دغه پېښه پرون ( یکشنبه،
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۱مه) د کابل ـ کندهار پر لویه
لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر
وړونکی موټر چپه شو.
سرچینه وايي، ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د
لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.
د کابل ـ کندهار لویه لاره د افغانستان له بوختو او مهمو ترانزیټي
لارو څخه ده، چې هر کال پکې ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي. د موټر چلوونکو بېاحتیاطي،
چټک تګ، د سړکونو ستونزې او د ځینو موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې د دغو پېښو له مهمو
لاملونو څخه ګڼل کېږي.