Search

سپین‌غر لوبډلې بند امیر ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

News image
22 چنګاښ 1405 - 13:07

د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۷مې لوبې په ترڅ کې سپین‌غر لوبډلې بند امیر لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

سپین‌غر لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ټاکلو ۲۰ اورونو په پای کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بند امیر ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې بند امیر لوبډلې د ۲۰ اورونو تر بشپړېدو وروسته ۱۸۵ منډې جوړې کړې او د هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نه شوه.

د سپین‌غر لپاره بهیرشاه محبوب ۵۶ او نورالرحمن ۴۸ منډې وکړې او د لوبډلې په بریا کې یې مهمه ونډه واخیسته.

د شپږیزې کرکټ لیګ د افغانستان د کورني کرکټ تر ټولو ستر شل اوریز پړاو دی، چې هر کال د بېلابېلو زونونو لوبډلې پکې سیالي کوي. دغه سیالۍ د ملي لوبډلې لپاره د نوو استعدادونو په موندلو او د کورني کرکټ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.