د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري مرستیال قدرتالله جمال په کابل کې د ترکیې سفارت له شارژدافیر سادین آییلدیز سره د ګرځندوی په برخه کې د دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې کتنه کې د ګرځندویزو اړیکو د پراختیا، د ګرځندوی په برخه کې د همکارۍ د تفاهملیک د لاسلیک او د افغانستان او ترکیې د ګرځندویزو جاذبو د معرفي کولو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ګرځندویانو د تګ راتګ اسانتیا، د روزنیزو پروګرامونو جوړول، د خصوصي سکټور او ګرځندویزو شرکتونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د ګډې تخنیکي کاري ډلې جوړول هم د دغو خبرو مهم محورونه وو.
دا کتنه داسې مهال ترسره کېږي، چې یو شمېر افغان ښځې وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو اوسني وضعیت ته له پاملرنې پرته د بهرنیو ګرځندویانو حضور کولای شي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ناسم او سپین انځور وړاندې کړي.
د دوی په وینا، ځینې بهرني ګرځندویان د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کوي او د افغان ښځو د ژوند له واقعي وضعیت سره متفاوت انځور وړاندې کوي.
دغو ښځو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو اصلي وضعیت، په ځانګړي ډول د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې د پراخو محدودیتونو له لګېدو وروسته، تر هغه ډېر ستونزمن دی چې په ځینو ګرځندویزو راپورونو او انځورونو کې یې انعکاس موندلی دی.