د قزاینفورم خبري اژانس راپور ورکړی چې قزاقستان هوکړه کړې څو د خپل کورني فلزاتو د پروسس صنعت لپاره له افغانستان څخه د فلزاتو اړوند خام مواد وارد کړي.
د راپور له مخې، د قزاقستان د صنعت او رغونې وزیر یرساین ناګاسپایف د سه شنبې په ورځ د حکومت په غونډه کې ویلي، د افغانستان او قرغزستان څخه د فلزاتو د خامو موادو د واردولو تړونونه د دغه هېواد د فلزاتو د تولیدي فابریکو لپاره بشپړ شوي دي.
ناګاسپایف ویلي، د ۱۴۰۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د قزاقستان د فلزاتو صنعت د خپل ټاکل شوي تولید ۹۷.۳ سلنه ترسره کړی دی. د هغه په وینا، د تولید پخوانی کمښت د صنعتي تأسیساتو د پلان شویو ترمیماتو او د کورنیو معدني سرچینو د تدریجي کمېدو له امله رامنځته شوی و.
هغه زیاته کړې، د روان کال د لومړیو پنځو میاشتو په پرتله د دغه سکټور فعالیت ۱.۸ سلنه ښه شوی، چې لامل یې د مسو، جستو او سرو زرو لرونکو خامو موادو د کورنیو اکمالاتو زیاتوالی، د جستو د غلیظو موادو د لېږد بیا پیل او له افغانستان او قرغزستان سره د وارداتو نوي تړونونه دي.
د قزاینفورم د راپور له مخې، نوموړي همداراز ویلي چې د ۱۴۰۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د قزاقستان د تولیدي صنعت کچه ۹.۸ سلنه لوړه شوې، چې د نویو تولیدي فابریکو د پرانیستلو او د بېلابېلو صنعتي برخو د ودې پایله ده.
ناګاسپایف ویلي، قزاقستان تر اوسه د ۲۵۲ میلیارده تنګې په ارزښت ۷۴ پانګیزې پروژې بشپړې کړې، چې له امله یې له ۴ زره او ۳۰۰ څخه ډېرې دایمي دندې رامنځته شوې دي. هغه زیاته کړې، حکومت پلان لري د کال تر پایه د ۱.۷ ټریلیون تنګې په ارزښت ۲۰۰ پانګیزې پروژې هم بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اوسپنې، مسو، کرومایټ، لیتیم او نورو فلزي کانونو په ګډون د پراخو معدني زیرمو لرونکی هېواد دی. په وروستیو کلونو کې د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو، له افغانستان سره د کانونو او سوداګرۍ په برخه کې خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.