Search

په پروان کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۴ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

News image
24 چنګاښ 1405 - 10:18

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان ولایت په کوه صافي، غوربند، شیخ علي او جبل‌السراج ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۴ شبکې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، یادې شبکې د آغا خان بنسټ په مالي ملاتړ د ۴۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. د وزارت په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره ۲ زره او ۴۳۴ کورنیو ته د پاکو څښاک اوبو زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو ۱۴ شبکو څخه ۱۲ شبکې د لمریزې برېښنا پر سیستم سمبالې دي او دوې نورې له طبیعي چینو څخه اوبه ترلاسه کوي.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د آغا خان بنسټ مرکزي استازي حبیب حسین عاقل ویلي، یاد بنسټ په پروان ولایت کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یو شمېر پروژې پلي کوي، چې تازه بشپړې شوې شبکې هم د همدغو پروژو برخه دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان په ډېری کلیوالو سیمو کې د پاکو څښاک اوبو کمښت لا هم یوه اساسي ستونزه ده. د اوبو رسولو د شبکو جوړول د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه والي، د اوبو د لېږد د ستونزو په کمېدو او د اوبو له ککړتیا څخه د رامنځته کېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.