Search

ترهان صالح په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام نوی استازی ټاکل شوی

News image
26 چنګاښ 1405 - 06:34

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې ترهان صالح د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۲۴مې نېټې څخه په رسمي ډول په افغانستان کې د دې ادارې د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، ترهان صالح روانه اوونۍ افغانستان ته رسېدلی، څو د ټولنو د ملاتړ، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د ښځینه متشبثینو د ملاتړ او په افغانستان کې د دوامدار پرمختګ اړوند د ادارې چارې رهبري کړي.

د سرچینې په وینا، صالح له دې دندې مخکې د عربي هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په سیمه‌ییز دفتر کې د ارشد سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې او ځانګړو سیاسي ماموریتونو څخه د لېږد پر چارو یې تمرکز درلود.

هغه د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ څخه د ۱۴۰۴ کال د کب تر میاشتې پورې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د کړکېچونو د څانګې مرستیال مشر هم و، چې د بشري مرستو څخه پراختیایي پروګرامونو ته د لېږد، د کړکېچونو د عملیاتو، د کړکېچونو د تمویل او ستراتیژیکو پالیسۍ چارو مسؤلیت یې پر غاړه درلود.

تر دې وړاندې، ترهان صالح د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي څخه د ۱۴۰۲ کال د لړم تر میاشتې پورې په ایتوپیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، صالح په ۱۹۹۷ کال کې د پالیسۍ د سلاکار په توګه له دې ادارې سره یوځای شوی او له هغه راهیسې یې ګڼې لوړپوړې دندې ترسره کړې دي. د دغو دندو له ډلې د زریزې پراختیایي موخو د څانګې مشري، د ملګرو ملتونو د چارو د څانګې مرستیالي، په نایجیریا کې د هېواد مشر او سرپرست استازی، د افریقا لپاره په سیمه‌ییز دفتر کې د هېوادونو د ملاتړ ډلې مشري او د اجرائیوي دفتر د ستراتیژیک پلان همغږي کوونکی شامل دي.

د سرچینې په وینا، ترهان صالح د خپلې دندې پر مهال د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له څلورو اداره‌چیانو سره نېغ په نېغه کار کړی او د ادارې په نږدې ټولو ستراتیژیکو پلانونو کې یې ونډه لرلې ده.

تر UNDP مخکې، صالح په ۱۹۸۹ کال کې له لوړو زده‌کړو وروسته د یونیسف له لارې د ملګرو ملتونو له سیستم سره یوځای شو. هغه په غانا او اریتریا کې دنده ترسره کړې او له نژادي توپیر (اپارتاید) وروسته یې په سویلي افریقا کې د یونیسف د لومړي هېوادني پروګرام په جوړولو کې هم ونډه اخیستې ده. نوموړي همدارنګه له یونیسف، نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو له نړیوالې شورا سره د کار عملي تجربې هم ترلاسه کړې دي.