رویټرز راپور ورکړی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې په ورځ چین د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د نوي نړیوال نظم د مخکښ هېواد په توګه معرفي کړ او د پرانیستې سرچینې (Open Source) ټکنالوژۍ ملاتړ یې وکړ. نوموړي همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ لپاره د نړیوالو مقرراتو په برخه کې د امریکا نفوذ هم ننګولی دی.
شي جینپینګ د شانګهای په ښار کې د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال کنفرانس (WAIC) د پرانیستې پر مهال له هېوادونو وغوښتل چې د پرانیستې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا له لارې رامنځته شوی «نادر او تاریخي فرصت» څخه ګټه واخلي. هغه ژمنه وکړه چې چین به له پرمختیايي هېوادونو سره د مصنوعي ځیرکتیا د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته وکړي او خبرداری یې ورکړ چې ټکنالوژۍ ته نابرابر لاسرسی به «نوې تاریخي بېعدالتۍ» رامنځته کړي.
د رویټرز په وینا، دا وینا تر اوسه د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې رهبرۍ په اړه د شي جینپینګ تر ټولو څرګند دریځ بلل کېږي. هغه د چین د پرانیستې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه د نړیوالې عامه شتمنۍ په توګه یاد کړل او بیجینګ یې د ټکنالوژۍ د نړیوالې سیالۍ په ډګر کې د واشنګټن د بدیل په توګه وړاندې کړ.
شي جینپینګ د مصنوعي ځیرکتیا ارزښت د بخاري ماشین او برېښنا له اختراع سره پرتله کړ او ویې ویل، چین چمتو دی چې د نړیوال جنوب له هېوادونو سره خپلې ټکنالوژۍ او تجربې شریکې کړي او د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د نړیوالو معیارونو په جوړولو کې مخکښ رول ولوبوي.
که څه هم نوموړي په څرګنده د امریکا نوم وانه خیست، خو رویټرز ویلي، د هغه څرګندونې د امریکا د هغو هڅو سیالي ګڼل کېږي چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا نړیوال پرمختګ او د مهمو منرالي سرچینو د اکمالاتي ځنځیرونو مشري وکړي.
راپور زیاتوي چې د چین د پرانیستې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه په وروستیو کې د هغو تړلو سیسټمونو سیالي کوي چې د اوپن اې آی (OpenAI) او انتروپیک (Anthropic) په څېر امریکايي شرکتونو جوړ کړي دي. همدارنګه، د بیجینګ میشتي شرکت مونشاټ اې آی (Moonshot AI) د جمعې په ورځ کیمي K3 په نوم نوی ماډل معرفي کړ، چې د دوی په وینا د پارامیټرو له مخې د نړۍ تر ټولو لوی پرانیستې مصنوعي ځیرکتیا ماډل دی.
شي جینپینګ ټینګار وکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه باید د انسان تر کنټرول لاندې پاتې شي او له هېوادونو یې وغوښتل چې د دې ټکنالوژۍ د خطرونو د مدیریت لپاره د مخکیني خبرداري او بېړني غبرګون میکانیزمونه جوړ کړي. هغه خبرداری ورکړ چې باید د داسې سناریو مخه ونیول شي چې خپلواک مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونه د انسان له اغېزناک کنټرول څخه ووځي.
چین د مصنوعي ځیرکتیا نړیوالې همکارۍ ته پراختیا ورکوي
شي جینپینګ وویل، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې همکارۍ سازمان (WAICO)، چې د پنجشنبې په ورځ یې ۲۹ غړي هېوادونه جذب کړل، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال پرمختګ لپاره یو مهم پړاو دی او د پرمختیايي هېوادونو د هغې غوښتنې ځواب دی چې غواړي د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال مدیریت کې پراخ ګډون ولري.
هغه دا هم اعلان وکړ چې چین به د بریکس (BRICS)، آسیان (ASEAN)، د لاتینې امریکا او افریقايي ټولنې له غړو هېوادونو سره د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې پروګرامونه او د همکارۍ مرکزونه جوړ کړي، څو له نړیوال جنوب سره خپلې ټکنالوژیکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د Asia Group د ډیجیټلي چارو مشر جورج چن رویټرز ته ویلي، د شي جینپینګ له څرګندونو ښکاري چې چین غواړي نه یوازې د مصنوعي ځیرکتیا په ټکنالوژۍ، بلکې د نړیوالو معیارونو په ټاکلو کې هم مخکښ شي.
د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې دغه کنفرانس په داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن او بیجینګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د لومړنیو حکومتي خبرو اترو ته چمتووالی نیسي. د راپور له مخې، دا غونډه به وښيي چې دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوال مدیریت پر سر څنګه سیالي کوي.
رویټرز ویلي، دواړو هېوادونو تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا په غونډه کې خپلې بېلابېلې لیدلوري وړاندې کړل. امریکایي چارواکو استدلال کړی چې ډېر مقررات ښايي د نوښت مخه ونیسي، خو چین د ټیټ لګښت او پرانیستې سرچینې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه د ټکنالوژۍ د نړیوال نابرابر لاسرسي د کمولو لپاره غوره لاره بللې ده.
په دې کنفرانس کې د چین لوړپوړي ټکنالوژیک چارواکي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف او د تایلنډ لومړی وزیر انوتین چارنویراکول هم ګډون لري.